IQNA

  د بنګله‌دېش د قرآني تلاؤت څلور ویشتم نړيوال  کنفرانس تر سره شو

10:22 - December 11, 2025
د خبر لمبر: 3492143
ایکنا - د بنګله‌دېش د د قرآن تلاوت  څلور ویشتم نړيوال کنفرانس د دغه هېواد د مذهبي چارو له وزیر،د بېلابېلو اسلامي سفارتونو له استازو او نامتو قاریانو په  شتون کې ترسره شو.

یکنانیوز د  cica.ismc  له قوله  راپور  راکوي،د إقرا قرآني ټولنې په هڅو،د قرآن كريم څلور ویشتم نړيوال تلاوتي کنفرانس د ډهاکا ښار د  بيت‌المکرم ملي جومات کې پرانېستل شو.

په دغو مراسمو کې د بنګله‌دېش د مذهبي چارو وزیر، د اسلامي هېوادونو د سفارتونو استازو او  له  ایران، مصر، پاکستان، فلیپین او بنګله‌دېش څخه مخکښو قاریانو ګډون کړی ؤ.

په بنګله‌دېش کې د ایران کلتوري چارو سلایار سید رضا میرمحمدي، ، په خپلې وینا کې وويل چې بنګله‌دېش د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د نړیوالو قرآني پروګرامونو په برخې کې خورا فعال دی او هر کال ګڼ شمېر نړيوال  د قرآني مراسمو کوربه‌توب کوي. هغه په دې برخه کې د ایران او بنګله‌دېش ترمینځ پرپياوړو اړیکو او اغېزشیندونکو ملګرتیاؤ ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې د ایران  په مرستې سره وروستی قرآني کنفرانس چې په ډهاکا کې ترسره شو، له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

ده زياته کړه چې د اسلامي امت د اوسنیو بحرانونو د حل یوازینۍ لار د قرآن کریم پیروي ده.

هغه وویل نن سبا  د اسلامي نړۍ تر ټولو مهمه موضوع فلسطین او غزه ده. دا ژور زخم یوازې د قرآن کریم د پياوړو لارښوونو په عملي کولو سره رغېدلی شي.

د پروګرام په دويمه برخې کې د ایران، مصر،پاکستان، فلیپین او بنګله‌دېش قاریانو په زړه پورې  تلاوتونه وړاندې کړل. د ایران نامتو نړيوال قاری مهدی غلام‌نژاد،هم په دغه کنفرانس کې ګډون کوي او قرآن به تلاوت کړي.

په دې دوه اونیز پروګرام کې، ګډونوال نړيوال قاریان د «قرآني سفر» په چوکاټ کې د بنګله‌دېش په بېلابېلو ښارونو کې په ګڼو پروګرامونو کې ګډون کوي.

دا پروګرام د بنګله‌دېش د قرآني نړیوالو سیالیو  د څلورم پړاؤ په څنډې کې ترسره کېږي. مهدی برنده، چې د قرآن کریم کامل حافظ او د سعودي د پنځه څلوېښتمو نړيوالو قرآني سیالیو د غوره رتبه ګټونکی دی، د بشپړ حفظ په برخه کې د ایران استازی دی. همدارنګه اسحاق عبداللهي، چې د روسیې د درې ویشتمو نړيوالو قرآني سیالیو لومړی مقام ئې ګټلی، د ایران بل استازی دی چې په ددغه پړاؤ سیالیو کې د «تحقیق قرائت» په برخې کې ګډون کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4322080

captcha